نن سهار ۷ بجې د زابل په ولایت کې د دغه ولايت د امنيت آمر غلام جیلاني فراهي چې خورا ظالم او مجاهد ستيزه انسان وود خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسید او د چيريکې مجاهدینو لخوا په سر وويشتل شو.
لومړني معلومات ښي چې فراهي خورا شديد ټپي شوي او کوماته تللی، ډير احتمال لري چې خلک يې له شره خلاص او مړ شي.
په سیمه کې پاتې شونو دښمنانو يو تن ملکي کس چې په لاره د تيريدو په حال کې وو نیولي او ادعا يې کړي چې ګنې په فراهي بريد کونکي مجاهديې نيولي ، خو د اسلامي امارت مجاهدین خبر راکوي چې دغه راپورونه کاملا غلط دي ، برید کونکی قهرمان مجاهدله سیمې نه په برياليتوب سره وتلی اود خپلو ملګرو سره يوځای شوي ده.
قاري محمديوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۴۳۵/۵/۱۹هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۲۹هـ ش ــ 2014/3/20
افغانستان